...

میرزا حنان بارکزی

غ (دا) غېرې خوي تغير کړه

روح بادشاه عقل وزير کړه

نوس نادان دی مه یې نغوږه

ته دانش فهم دې ځېر کړه

ستاپه کور کې پنځه غله دي

واړه ځای په ځای اسير کړه

بده طمعه ځنې واخله

توکل په زړه جای ګير کړه

په بيوره مې درته ووې

درست عمل په داتد بير کړه

که په صفت مرصوف شوې

ترو صحبت د خپل آمير کړه

له خناسه خاطر ژغوره

د خدای يار باندې تحرير کړه

مجاز خوي دې په دنيا کې

نن د حقيقت تعبير کړه

و اخلاص وته نزدې شه

آواره لباس تزويږ کړه

د مېرزا کلام نکتې دي

ته يې فهم پر تفسير کړه