

میرزا حنان بارکزی
ع (دا) عیب د
بد ګمان دی
په ګمان عالم
حېران دی
هغه زړه به
جمع نه شي
چې په هيڅ
پسې پرېشان دی
د وحدت بهره یې
نشته
په کثرت کې
ځان په ځان دی
دپندارها هویې
ډېره
لکه ابر بې
باران دی
تش کماله به
ورنه شي
چې نظر یې په
نقصان دی
ناپوه ظلم په
ځان کاندي
چې د امانت
ضمان دی
خود پرست په
خودۍ نښلي
ظاهر آدم
باطن حېوان دی
روح يوسف شه
په صورت کې
د صورت خوي یې
زندان دی
چې له دې
زندانه خلاص شه
د امين مقام
امان دی
مست د عشق په
براق سورشه
خوښ وتلی په
يو آن دی
مېرزا راشه
ننداره کړه
دغه ګوی دغه ميدان دی