...

میرزا حنان بارکزی

ظ ظالم نفس دې د خپل دی

دی له تاسره بخيل دی

خلاص به نه شي له عذابه

چې د ده په لاس قيتل دی

چې جلب یې وده ورکه

غلط شوی له سبيل دی

په بد مکر یې افسون که

تل اخته په قال او قيل دی

ډېر عالم یې غلط کړی

بد پر ېڼ د عزازيل دی

دريا لومه یې کېښود

چې ارزق لباس یې نيل دی

د شېطان سزا دوزخ دی

چې یې نفوته کړه ذليل دی

د دنيا طلب ګار ډېر دي

او د زړه په سېر قليل دی

يو په يو طلب د خدای کړه

چې عمل یې په تنزيل دی

مقصود به یې روزي نشي

چې رهبر یې خپل دلیل دی

حاجي سېل د جهان وکه

مېرزا کړی د جليل دی