

اشرف خان هجري
څو د یار د مستو سترګو نه جدا یم
لاهو کړی د حیرت خوني دریا یم
د ځیګر وینې مې وخوړې غمونو
مرګه جګي جګي راشه اوس رضا یم
که زما په خون مئین یې نن دې وار دی
د یار غم مې صبا وژني درته وایم
د کفن حاجت یې نشته شهیدان دي
چې په تېغ د هجر مړه دي زه یې ګوا یم
په هغو د هجران څه چې یار یې نه وي
زه یې ځکه په اور وسم چې اشنا یم
د وصال خوښي لا تنده تر صبا وه
له فراقه یې خسته په سالها یم
د هیچا زړه یې تر وزن لاندې مه شه
چې مې یار د هجر ولید په دعا یم
هر طرف چې نظر کیږي غم لیده شي
څو راپورې په ندۍ د نربدا یم
یا دکن د غم وطن ښادي یې نشته
لا په ما غمونو شپه کړه مبتلا یم
هر نفس په ما عاشور که یزیدانو
ګویا زه حسین د وخت په کربلا یم
د زړه سر مې سکه زد په یوه نام دی
که بتان د جهان مخ زه ورته شا یم
په ګفته مې د لباس مظنه مه کړه
په کږو زلفو سوګند که په دغا یم
دم په دم مې د جان نوم په ژبه ګرځي
زه هجري له بله ذکره مبرا یم
یادونه: د هجري د دېوان په یوه څنډه کې دا بیت هم د حاشیې غوندې لیکل شوی چې: ( زه په بند د اورنګ نه یم چې به خلاص شم ـــ بندي کړی شیخ رحمکار زیړي کاکا یم)