

میرزا حنان بارکزی
ض ضلال د
ظلمات دی
او ظلمات آب
حيات دی
يو ذاتي مزی
ېې روغ که
پرې پېلي یې
صفات دی
رنګ په رنګ
بازېيه کاندي
غوړولی يې
بسات دی
بې د ستنې یې
محکم که
چې قدرت یې
پرثبات دی
چې الايعبدون
شه
معرفت د ده
برات دی
د توحيد شغله
یې پرېښوه
لکه يخ
پراوبه مات دی
په وحدت کينې
يګانه شه
له اندوهه یې
نجات دی
د ګمان جامه یې
وکښه
اوس له ذاته
سره ذات دی
چې له مرګه
په خوا ومري
نوربه نه مري
تل حيات دی
(چې( تحرير یې
حقيقت که
هره نخښه یې
آيات دی
د مېرزا ګمان
فاني شه
لانفي مولا
اثبات دی