...

میرزا حنان بارکزی

ص صراط المستقيم دی

او منزل یې په ډېر بيم دی

د شیطان مکرونه ډېر دي

لا بتر دې نوس غليم دی

د هوا پس روي مه کړه

بد یې حال بد یې تعليم دی

دا ولاد لومه یې کېښوه

مال یې رنګ په رنګ نعيم دی

يو حصاریې نام و ننګ شه

بل ښایست یې زور سيم دی

ګوښم خوب یې په وروګ کا

هر چې نقش پرکليم دی

په دنيا به معمورنه شي

چې په نفوته درجيم دی

که اقليم یې شي په حکم

زړه یې بند په بل اقليم دی

چې د نوس ورمونه نفوږې

ولهم عذاب اليم دی

چې تردا ازمېښته تېر شه

دی کامل قلوب سليم دی

په مېرزا یې عنايت شه

هو التواب الر حيم دی