...

میرزا حنان بارکزی

ش شها و تا قرينه

بې پروا ده نازنينه

و هر چا ده رسېدلې

ته يې نه وينې دوبينه

خزانه دې په خپل کور کې

دروېزه کړې خو شه چينه

نه دارو د زړګي غواړي

نه پروا لرې له دينه

د سلېمان قوت دې نشته

څه حاصل دې له نګينه

چې دې مدحه په دروغ کا

قتلوي دې بې سکينه

خدای وېزار له خرقه پوشه

د زړه بون یې له آستينه

برګزيد ته پېدا شوی

اې پرخپل ګمان کمينه

د ګمان لښکر به مات که

که خبر شې له يقينه

اسرا فيل چې برغو پوکه

بيا یې حد ترار بعينه

چې مېرزا ګمان فاني که

حشر ګاه یې له مسکينه