...

میرزا حنان بارکزی

س سالک پر دغه لار شه

په اخلاص یې طلب ګار شه

د غفلت له خوابه پاڅه

نن پېوست له خپله يار شه

(دا) مقصود دې ناپديد دی

په طلب یې څړه سوار شه

دغه يافت په شقت دی

ته په سربازي اختيار شه

چې د عشق ډيوه شي بله

نن پتنګ غوندې ترې ځارشه

د حيات پياله یې درکړه

په ساقي باندې نثار شه

ته پردېيه عېب مه غواړه

آيینه د خپل کردار شه

خپل مقصود دی هم تا څخه

پر اخلاص یې ترکنار شه

ته راغلې يک تنها يې

نن ګوياپه دا اسرار شه

خدای احد دی لا شريکه

ته له غېره روژه داد شه

که مېرزا غوندې آزاد یې

د ساکن په خوی قرار شه