

میرزا حنان بارکزی
ز زنده په
هوا آب یې
په طلب ددې
درياب یې
بد ګمان دې
زړه نيولی
چې له حقه په
حجاب یې
د حيات اوبه
درڅخه
ته غولېد له
په سراب یې
نن طلب د
مولا وکړه
څو شيوخ نه یې
شاب یې
دی تر تا و تا
نيزدې دی
ته پخپله خپل
حجاب یې
د غفلت پياله
دې نوش کړه
لا تر اوسه
پرې خراب یې
دنيا دم
درباندې وکه
پسو خوښ په
دغه خواب یې
له جهانه به دې
تله وي
پېدا شوې په
شتاب یې
چې ديدن دې
روزي نشي
تل تر تله په
عذاب یې
بل عذاب دې
جدا یي ده
چې بيل شوې
له اجناب یې
د مېرزا وېنا
نه اوريې
بېهوده له دې
اصحاب یې