...

میرزا حنان بارکزی

ذ ذکر د زړه راز دی

دا د حقيقت آغاز دی

چې ذاکر شي له مذکوره

په دوه کونه سرفرازه دی

دا د راز ډيوه شوه بله

د اور پښتي پرې ګداز دی

د ګمان قفس یې مات کړو

اوس پرشاه پسې پرواز دی

چې د عشق په آتش وسه

له دې سوزه سره ساز دی

ته سجده په ترک وجود کړه

د عارف دغه نماز دی

(دا) محمود چې بادشاهي کا

دی عاشق پر خپل اياز دی

حقيقت یې پکې اېښی

غلاف کړي يې مجاز دی

د حيات پياله یې راکړه

يو ساقي مسکين نواز دی

ساجد يو دی له سجده

بېهوده ګمان غمازه دی

د مېرزا ګمان فاني شه

له دريابه دا آواز دی