...

میرزا حنان بارکزی

د دليل دې خپل رفيق کړه

نن طلب ددې شفيق کړه

چې رسول پرې باندې تللی

نن منزل په دا طريق کړه

عقل نور دی په خاطر کې

حق باطل تر بل تفريق کړه

شک شېطان دی مه یې نقوزه

آواره ګمان عميث کړه

نا اُميد مه شه له ربه

اعتبار یې په توفيق کړه

حقيقي توره در واخله

ته پرې غوڅ ګمان دقيق کړه

بد ګمان دې زړه نيولی

په باور کې يې غريق کړه

مولا نه دی له تا لرې

خپل وجود کې يې تحقيق کړه

د دنيا مينه زنهار دی

ته پرې بل آتش حريق کړه

دا وېنا کړه په زړه پسنده

چې قارون وته ششقيق کړه

هر چې وایي په رښتيا دي

د مېرزا کلام تصديق کړه