

اشرف خان هجري
یاره ستا په نظر سپک تر یوه کک یم
د اخلاص په تله ډېر تر منه لک یم
د ښایست پوله دې چیرته ده حیران یم
نه یې حد یقین موندلی نه پرې شک یم
چې همېش مې ستا د مخ مدحه سبق ده
که له مینې دې مجنون ولې زیرک یم
صد هزار ستمه کړه زه به یې وړمه
له جورونو که دې وژاړم کودک یم
یو زمان مې له کشاله امان نشته
لاس د عشق لکه چوګان زه یې پټک یم
مستانه مینه مې چشم د رندانو
د رقیب په سترګو زه خار د مردک یم
سره بڅری مې د اه په لوګي پاڅي
له فرقته تود تنور د اوره ډک یم
د هجران لښکرو زور راباندې وکه
منتظر ستا د رخسارو په کومک یم
فرصت سل رنګه وصال له ما بعید کړ
نن د وصل عید قریب پاتې په تک یم
ما خټک ته صفا خوله په صلا راکړه
ستا د حسن په تعریب له زرو یک یم
دانایان دې روک د شعر په ما ګوري
نیک و بد به یې روشن کاندي محک یم
په پښتو ژبه مې سیال د شعر نشته
د معنو په جهان شاه اشرف خټک یم