...

میرزا حنان بارکزی

خ خودي دې خپل ګمان دی

په ګمان کې دي خپل زيان دی

په صورت غلطي مه کړه

په بهار پسې خزان دی

په مقصود پسې مزل کړه

څو په حکم دې عنان دی

مولا نه دی له تا لرې

درنزدې دې ترخپل ځان دی

په (دا( مزکه په آسمان کې

هم محيط تر دغه ميان دی

په وحدت کې يګانه شه

په کثرت باندې پرېشان دی

له لاهو ته يې دا کوچ که

نن یې سېل پر (ټول( جهان دی

حد پايان یې موندی نه شي

په سړي کې يې مکان دی

خود په خود کاندي بازييه

بهانه کړی يې انسان دی

هر ولي چې آغاز وکا

څرګند شوی يې برهان دی

د مېرزا ګمان فاني شه

هر چې وایي ميا روښان دی