

میرزا حنان بارکزی
ح حاضر دی که
يې ګورې
در نزدې دی
په تا پورې
يو عجب یې
سپين جمال دی
دوه يې زلفې
دي دا تورې
مختلف قميص یې
واغوست
کرشمې يې ځنې
نورې
که حجاب له
مخه واخلي
بې اختياره
به وشورې
چې د عشق
شغله پېداشوه
نور به ورېشي
ترسورې
ته اختيار کره
د اور پسې
يخ به څو له
نمره ژغورې
شاه له تاسره
يکتا ده
اندېښنې مه
کړه سم لورې
د کامل دانجه
درواخله
که د زړه
سترګې دې نورې
که پرشاه
باندې نثار شي
د باران په
څېر به وورې
دغه سيند ګڼه
دويشو
او چپې يې
آدم خورې
د مېرزا خاطر
دې لوټ که
محبوبه د زړونو چورې