

میرزا حنان بارکزی
ج جمال یې
صبح ګاه دی
د دې يو زلف
په پناه دی
په هر لوري
تجلي کا
د غافل دليل
کوتاه دی
د ماهي هستي
له آبه
د سړي ژوندون
په شاه دی
د هر چا دی
رسېدی
لکه نو په
هرګياه دی
کم د ليل یې
ليدی نه شي
په ګمان ځنې
ګمراه دی
مقصود به یې
روزي نه کا
هر چې بند د
نوس په چاه دی
د عشق نمر دی
داختلی
نن د حقيقت
صباه دی
له غافله په
حجاب کې
يو عارف ځنې
اګاه دی
چې يې معرفت
روزي شي
اوس د کل
جهان بادشاه دی
چې فاَيما
تولو
تر وفثم وجه
الله دی
نن مېرزا
دليل ویيلی
هر کلام د
حال ګواه دی