...

میرزا حنان بارکزی

ث ثناء کړه له توحيده

نن خبر شه له دې خريده

شاه تر تا نزدې وتا ده

بد رخ مه درومه بعيده

نَحنُ اَقرَبُ اِلَيْهِ

دا کلام دی له مجيده

خپل وجود کې يې وغواړه

شها من حَبل الوريدِ

د کثرت په بازار راغله

په دا چار عنصر صحيده

د انسان قميص یې واغوست

په دوه کونه يې بازي ده

که تر خپلې هستۍ تېر شې

اې پر شاه باندې شهيده

يح که هر څو محکمي کا

څه مجال یې له خورشيده

چې د نور شغله پېدا شوه

څه ذره څه یې هستي ده

هر چې فقر یې تمام شه

په معنی یې بادشاهي ده

دی مېرزا پر پښتو کو ښلی

کل صفت یې له مجيده