...

میرزا حنان بارکزی

ت تلوار کړه په دا مرسته

نن طلب وکړه د قسته

د حاصلو وقت دې دادی

څو اختيار دې دی له دسته

له وحدته شها راغله

په دا خپلو ميو مسته

دا پرواه له هيچا نه کا

خود نمايه خود پر سته

پر کليات ده جار وتلې

له هر چا سره پېو سته

کر شمه کالونه لونه

له دې کثرتي برسته

حد پايان یې مونده نشي

دا بلنده ده هم پسته

حد پايان یې مونده نشي

دا بلنده ده هم پسته

ده په کون او په مکان کې

شاه له دواړه کونو رسته

له بورا سره په نياز ده

د زړه دادیې وققنسته

يو عجب مېل یې پېدا شه

د خپل معرفت دکسته

پر مېرزا باندې نزوله

خپله بخره له السته