

میرزا حنان بارکزی
ب باور په دا
کلام کړه
ته دويم فکر
حرام کړه
چې کليات پکې
ووينې
نن طلب د هغه
جام کړه
شاه کعبه دې جليلي
ده
په اخلاص يې
احرام کړه
مقصود نه دی
له تا لرې
پسې سېل پخپل
ګرام کړه
نَحنُ
اَقرَبُ اِلَيْهِ
ته يې فهم پر
پيغام کړه
دا ګمان کړه
له زړه لرې
ننداره يې
صبح وشام کړه
قارګه وباسه
له باغه
شاه توتي پکې
انعام کړه
پرشاه وسوځه
فاني شه
آواره دې ننګ
و نام کړه
پس باقي به
جاودان شې
ته يقين په
دا الهام کړه
که مقصود دې
شي له لاسه
پر مېرزا
باندې سلام کړه