...

میرزا حنان بارکزی

الف اول څړه وحدت دی

نن دا غلی پر کثرت دی

د ناسوت په کېدیې زړه ؤ

څرګند کړی یې قدرت دی

پر سړی باندې یې اېښی

دا خپل علم امانت دی

دا هستي يې بې پايانه

په هر څه کې يې صفت دی

دا مجاز یې غلاف کړی

پکې اېښی یې حقيقت دی

په يوه کې دويم نشته

بې هوده ګمان غفلت دی

هره چار کا تدي پخپله

بهانه کړی يې صورت دی

که عارف یې پوقتا کړ

له مطلوبه یې غيرت دی

له وباله نه ويريږي

له  ثوابه فراغت دی

په هر کور کې تجلي کا

عجب نور د معرفت دی

نن مېرزا په پښتو کړی

د يوه مولا صفت دی