...

میرزا حنان بارکزی

نن به وکړم څو صفته

د مولا له ارادته

هر يو فعل چې يې وينې

خالي نه دی له حکمته

پر احمد نزول قرآن شو

چې سل څوارلس يې سورته

چې شپږ زره په شماره دي

شپږ سوه شپږ شپېته آيته

ټولې دېرش یې سيپاري دي

څوارلس سجدې له تلاوته

(او) دېرش کل یې دي حرفونه

بيا یې څوارلس روايته

په پښتو ژبه یې وايم

د هر حرف يا زده لغته

رهبري يې د توحيد کا

په څو لونه عبارته

کا صفت دی بيان شوی

د توحيد له معرفته

(دا( کل علم د توحيد دی

نورې واړه اشارته

د مېرزا کلام شيرين شه

د کامل له برکته