SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

هغه يار چې ښايسته دی تر افتابه

مخمس

هغه يار چې ښايسته دی تر افتابه

مخ به کله راڅرګند کا له حجابه

بېلتانه په زړه زهير کړم بې حسابه

يو سبب وکړې سمبب الاسبابه

چې زما ملاقات وشي له احنابه


ملاقات د ښايسته و مې نصيب کړې

د ښايست په ګلستان مې عندليب کړې

عندليب مې په ګلشن د خپل حبيب کړې

خدايه ما په دلبرانو کې قريب کړې

و مې ژغورې د دې اهل له عتابه


هغه يار چې زه يې مينه په ديدار کړم

هميشه يې و ديدن ته انتظار کړم

شپه و ورځ پسې نارې وهم کوکار کړم

که په هری ورته تمام جهان رويدار کړم

سترګې پورته کوې د ناز له خوابه


بېلتانه يې پټ پنهم په زړه تاراج کړم

و ديدن ته يې په هسې رنګ محتاج کړم

چې غرقاب يې د غمونو په امواج کړم

هيڅ پاياب يې مونده نه شي څه علاج کړم

د اشنا د مينې غم ښه ناپايابه


نه چې کس يې د جمله و بې کسانو

هم کار ساز يې دجمله و خام کارانو

الهي په بزرګۍ د بزرګانو

زه وصال په دعا غواړم د خوبانو

لا به کله دا دعا شي مستجابه


اسيرکړی دې د زلفو په طناب يم

تکبير کړی دې د سترګو په قصاب يم

د کشتۍ غوندې مدام په اضطراب يم

لکه زه چې ستا له غمه په عذاب يم

خبر مه شه هيڅ بنده له دې عذابه


دريغه مه وي په دنيا کې پيدا شوي

او که وي هم په دا هسې شان کومه وي

لکه زه يم د هجران په لمبو شوي

څو به ګرزم د هجران په اور اولوي

چې سينه مې شوه په درست عمر کبابه


هی هی څه مې دا خراب خاطر ناښادشه

زيست روزګار مې هميشه اه و فرياد شه

عمارت مې د زړه هسې رنګ برباد شه

چې حباب غوندې بې بيخه بې بنياد شه

د ښادۍ طمع به څه کړم له حبابه


پټ پټ ګرزم د ناصح له نصيحته

راته کاندي نصيحت په څو صورته

چې توبه کړم د خوبانو له قربته

هيڅ خواب يې په ما نه شي له غيرته

در مانده ورته ولاړ يم لاجوابه


داځواب څه هسې نه دی چې په خوله شي

د عشق راز څه هسې نه دی چې وايه شي

دا مشکل حکايتونه په ما نه شي

د دې بحر بې پايان حسب په څه شي

چې يې زه و چا ته وايم له حسابه


چا موندلی د دې بحر پايان نه دی

دغه راز و هر سړی ته عيان نه دی

هيچا کړی د دې چارې بيان نه دی

دغه واړه عاشقي د ه رحمان نه دی

چې په خوله کې در و لعل لري سيرابه