SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ښايسته مخ وي تور کودی شي په پيرۍ کښې

غزل

ښايسته مخ وي تور کودی شي په پيرۍ کښې

سم قامت وي کوږ لرګی شي په پيرۍ کښې

لکه شمع د سحر افتاب د ژمي

هم بې تاب وهم زيړی شي په پيرۍ کښې

يو طرف ته يې سر ريږدي بل خوا درومي

خپل صورت تمام پردی شي په پيرۍ کښې

د مرده و په حساب وي غزا وشوه

که څرګند ليده شوندی شي په پيرۍ کښې

مړ لا ښه دی پس له مرګه بيا ژوندی شي

نشته دا چې څوک زلمی شي په پيرۍ کښې

که څۀ وخوري لکه زهر نه هضمېږي

نه څه څښي نه څۀ خوړی شي په پيرۍ کښې

دا ځواني ده چې څه اوري يا څه ويني

نه ليد نه اورېدی شي په پيرۍ کښې

اې رحمانه پيري هسې عاجزي ده

که رستم وي زړه پرې سوي شي په پيرۍ کښې