...

اشرف خان هجري

هسې جور په انسان ولې سما کا

چې یې کار همه په څټ د مدعا کا

کیفیت یې مشابه له بازیګرو

نوی نوی مخ له غیبه هویدا کا

ماه و لمر جوړه مهره د حقه بازو

په ماښام یوه په خوله بله پیدا کا

توره شپه ګویا پرده د نیرنګیو

و هر چا ته روزانه بازی نما کا

سره مهره په لبو ونیسی تیاره شي

بیا عطسه د شپې مصدره د صبا کا

زمکه سره لکه شهپر شی د مورانو

چې پیدا له فمه زاغ د زرو هار کا

د مراد باده څرګنده کا سړي ته

بیا یې در ورځينې پټه په جفا کا

نه به یار و یار ته وبښي قسم دی

نه به څوک ځينې حاصله تمنا کا

په راستۍ مې حال د ډېرو مبین دی

که جاهل د زړه غوږونه په وینا کا

مګر روغ خټک غمونو لیونی که

جواب کله له مرده و څوک رجا کا

بیا به کله درخو وکا سنګارونه

چې لیمه د حسن سترګې بې جلا کا

نه به بیا ادم شمله په خیره کیږدي

چې درخو یې سینه یخ په تماشا کا

د ګردون هسې روش دی له ازله

دوه مئین په زجر تل سره رسوا کا

ډلې ډلې مهرې بیايي حیراني ده

نه دیت په موت شته نه څوک دعوا کا

کاروانونه په دا لاړل لا بهیږي

غمزده قصه د یو آدم شیدا کا

ته سودا له سره وباسه مهجوره

چې یې عقل تن په تن درته احصا کا

په بدن مې ویښته ودري بېشکه

چې قصه د وامق یاده له عذرا کا

څوک خبر په طب وکاڼی یارانو

ګلنازو د ګور بندي چې یې رها کا

نازوګله کله خاورې د میدان شوه

خوار قطب کله حیات چې یې هوا کا

نه به نور قطب زنده شي په دا دور

نه به زلفې د نازو په لاسو بیا کا

تر زیبق به مضطرب شي که یې واورې

چې رانجا د هیر له هجره څه بلا کا

نه به وصل د رانجا وشي له هیره

نه به هیر د دیدی روشن په رانجا کا

الفته قیس یې هسې رنګ جدا کا

چې د تور قفس بندي غم د لیلا کا

مخامخ به شیرین نشي له کوه کنه

که پاره د قبر خونه په غوغا کا

د حیات خواهش به نور د جلال نه وي

که نسیم یې خاوره ګډه له یونا کا

ورقه په چیرته لاړ خبر دې واخلي

تورې خاورې چې یې شندي په ګل شا کا

اننګی د رعد کور په خوله کې ژوي

رباب ګوچه د غصب توره تر ملا کا

چې دا تور قبر محبس د ګل چهرې دی

ځای لری که یې اورنګ ته و بالا کا

نازک تن یې د دې من یوه لقمه کړه

ترو به کله تل د خاک سره وغا کا

هر عاشق چې نن سس لری له دوره

په عذاب به یې پنو غوندې جدا کا

برمته د لحد نه راځي په بیار ته

نه به څوک له مرګه اخذ خون بها کا

هسې نه چې تېغ یې پڅ شه په وژلیو

لکه څه یې کړه مهریې هسې به تا کا

هر زمان چې خنجر وکاږي د قهر

له ګدایه برابر لوی امرا کا

د فاضل په فضیلیت یې رقت نشته

نه یې توره لږ ادب د اولیا کا

دا ویل به ارمان کیږدي په وګړي

که قرأت یې په منبر باندې ملا کا

چې اخر وفا له دوره مونده نشي

مرد هغه چې په حیات همه تر شا کا

هجري درد پیوسته د حقیقت کړه

کیفیت یې کاڼی زړه کره ژړا کا