SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ته چې ما ته وايې چې په چا باندې شيدا يې

غزل

ته چې ما ته وايې چې په چا باندې شيدا يې

زه په تا شيدا يم وايه ته چې يار د چا يې

زه به تا په کومه زيرکۍ شم پړولی

چا زده لکه تا زده همره وايه چې څه وايې

زه چې کبرجن وم عاشقۍ مې ګردن مات کړه

ته چې لکه وې هم هغه هسې کبريايې

ځان که ستا په مينه کې فاني کړمه څه به وکړم

ته چې په داهسې رنګ له اهه بې پروا يې

مرګ مې په تا ولې خدای اختر کړ نه پوهېږم

څه دي حاصل هم شته که مطلق په مرګ زما يې

څه شو که يم زه انګشت نما په مينه ستا کې

زيات له ما نه خوښ ته د قاضي هم د ملا يې

ستا د عشق تر توري ککرۍ د رحمان ځار شه

دا هم سهل کار دی زما ياره که په دايې