...

اشرف خان هجري

چې ژړا مې خلق نه اوري زه څه کړم

راته وایه علاج څه چې صبر نه کړم

دا یې صبر شیریني بښی که تریخ وي

زه خو صبر پایمال په ډېر کاته کړم

دوران تل د صابرانو مېوه ور کا

خو په ما یې دود بدل ځکه ماڼه کړم

یا د صبر ماند و بود په جهان نور شه

لا دا خوی د صبر نه دی چې یې زه کړم

شاید صبر نهایت مېوه پیدا کا

شکایت یې بې موجبه د لارغه کړم

نور به ما باران د وصل تازه نه کا

چې د هجر لښکر مات لکه واښه کړم

څوک د هجر ځای راوښایئ یارانو

چې یې کور لانو د سترګو په اوبه کړم

شب و روز مې کسي هسې ګوهر نولي

ګویا زه د هجر غم د حوت ووره کړم

چې په زړه مې اور د یار جدايي کیږي

و لیدو ته یې د قصده ځان ویده کړم

هسې نه د هجر غم چې حلق پرې خوږ شي

که په خوله د زمانې همه خواږه کړم

د یار دید به حاصل نشي بې نصیبه

که په ډېر طلب مسین پیزار زاړه کړم

ما هجري په انتظار کې عمر تېر کړ

ترو به کله لا د یار سره لیده کړم