SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

په نور څه پسې بې خدايه ژاړې ولې؟

غزل

په نور څه پسې بې خدايه ژاړې ولې؟

د چارپای په څير بې ځايه ناړې ولې؟

چې روټۍ ميده کوې په شخوند خو جوړ يې

ترو خبرې کوې لواړې لواړې ولې؟

ته دا خپل کلام ميده په دا خپل شخوند کړه

تا داړلو ته تيرې کړې داړې ولې؟

هغه کار چې دې په نرم ويل کېږي

بيهوده په بيرته ولې لاړې ولې؟

نيک له نيکو بد له بدو مناسب دي

نيک و بد سره په بله نغاړې ولې

يو قدم د خدای په لور ايښودی نه شې

تمامي عمر په پراته لاړې ولې

تل دې طوق تعلق په غاړه کښېوست

وکښې نه شي دغه طوق له غاړې ولې؟

چې په ورځ د شيخۍ لافې کړې رحمانه

په شپه مې له می فروشه غواړې ولې؟