SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

چا چې نمري وي په خپلو وينو وللي

غزل

چا چې نمري وي په خپلو وينو وللي

د شبنم په څير به تل وي سپين سپيڅلي

که صياد څخه د اوښو دانې نه وي

د هوا مرغونه نه دي چا نيولي

هر يو مخ کله لايق د ابرويي دی

اوښي نه درومي په مخ د هر ناولي

هره شپه به شمع څه لره ژړا کړي

که يې نه وي په ژړا کې څه موندلي

ما رحمان به ژړا نه کړه له خوبانو

که مې نه وي په قسمت دا هسې ښکلي