SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ته چې خپله بي عقلي هوښياري بولې

غزل

ته چې خپله بي عقلي هوښياري بولې

کاشکې بيا مومې د غوښتو په نرخ شولې

عشق يو داد دی په عاشق باندې له خدايه

هسې نه دي چې يې پيرې يا يې پرولې

زليخا غوندې به بله شيدا نه وي

که د مصر مستورې شي واړه تولې

هغه بحر څه په بحر حساب نه دی

چې اوبه يې خاک الودي وي خټولي

له هغو سره به څه فکر ديار وي

چې په غم وي د کاله يا د کهولې

عاشقي څه د نغري په غاړه نه شي

څو په يار پسې وا نه خلې ځلي څولې

د وصال په نعمتونو غره مه شي

جدايي يې خلقې کړې په زړه ځمولې

در ګوهر په تله نه دي چا تللي

د رحمان شعر ګوهر دی څه يې تولې