SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

له دې کټه له پوزي خو به ولاړ شې

غزل

له دې کټه له پوزي خو به ولاړ شې

ترو بيا خدای خبر چې کوم خوا ته به لاړ شې

په ظاهر صورت خو هسې معلومېږي

چې به خس غوندې تر پښو لاندې لتاړ شې

د اسمان زمکه به وي او ته به نه يې

په ودانه ودانۍ کې به ويجاړ شې

د بهار د ګلو عمر مدام نه وي

عندليب غوندې به پاتي په اهاړ شې

په ويلاړ ويلاړ به ځان ور پسې ورک کړې

چرې نه وي چې د ترکو په ويلاړ شې

که ليلی غواړې بايده دي دا رحمانه

چې مجنون غوندې ساکن د کوه و کاړ شې