

اشرف خان هجري
پرون هر غم و ښادي چې په ما تېر شول
یاد یې نن څه فایده نه کا همه تېر شول
په جهان هغو کارونو چې جلوه کړه
د ګردون له کشمکشه په بل پېر شول
دې دوران په باغ چې اوزوول ګلونه
واړه غوڅ د افتونو په شمشېر شول
ډېر زیبا زلمی چې ما لیده په سترګو
همه وینم د سپیرو خاورو په څېر شول
د وصال په میو مست بېغمه ناست وم
د هجران سواره تر ما همه چاپېر شول
هسې زېړ نزار غمونو د فرقت کړم
په سینه کې مې ګویا وېښته د شېر شول
د راحت په ملک یې څوک په قرار پرېښو
څو پیدا په دا سپهر ماه نمیر شول
هر بشر چې د زمان خواږه په خوله کړل
نهایت هغه خواږه ورته ګنډېر شول
هجري ستا له خندا څه دي همېش ژاړه
چې د تخت صاحبان لاړه په پنجډېر شول