SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي

غزل

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي

دار يې بس له مرګه نخل ميوه دار شي

روغ صورت که روغ عالم لره کمال دی

ليوني لره کمال دی چې سنګسار شي

هر ګياه چې و کمال ته ورسېږي

سر يې زمکې و ته ګوز وي نګونسار شي

نری باد به يې په خپل منزل داخل کا

که څوک پاڼه د خزان غوندې طيار شي

غفلت هيڅ مناسب نه دی د سپين ږيريو

صبحدم که حيوانات دي هم بيدار شي

چې يو موټی ايرې تار په ايينه کا

هم په دا خبره فخر د خاکسار شي

کريمانو سود موندلی دی په زيان کې

لکه ښاخ دوني وتراشي يار دار شي

خزانه په سخاوت سره زياتېږي

د کوهي اوبه چې وکاږي بسيار شي

مړول د وږي ګيډي مشکل نه دی

مړول د وږيو سترګو مشکل کار شي

کم خوراک سړی نزدې شي فرښتو ته

هر سړی چې بسيار خوار شي بسيار خوار شي

صاف دلانو لره لږ نصيحت بس دی

د ګوهرو پيوستون په نري تار شي

غلبه د عشق بهانه د حسن غواړي

توره شپه په عاشق زلفې د خپل يار شي

د توفيق له مخه هر مشکل اسان دی

وستۍ و ته د اور لمبې ګلزار شي

ناز د عشق پرورش مومي له عشقه

هسې نه چې د خوبانو په سنګار شي

بې محنته چا راحت موندلی نه دی

د وصال خوښي د هجر په مقدار شي

عاشقانو لره واړه سعادت دی

که يې سر و مال د يار تر نامې ځار شي

ياره ياره هر څوک وايي په جهان کې

زه به پس له مرګه وايم چې يار يار شي

لکه ډار کاندي ورغومي له ګرګانو

هسې رنګ له جدايۍ نه زما ډار شي

د رحمان دا پوچ ګويي څه په کا نه ده

عاشقي په ګفتار نه شي په کردار شي