SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

تر ابدي ورځي پورې به جفا کړې

غزل

تر ابدي ورځي پورې به جفا کړې

که به مهر وفا هم چرې پيدا کړې

معشوقې کله وفا کله جفا کا

می بايد چې کله هغه کله دا کړې

ما ستا خوی دی و هر چا و ته ستايلی

چرې نه چې دروغژن مې تر هر چا کړې

چې د ستا دغه خصلت دی زما اوښي

دا پټ راز به مې درست جهان رسوا کړې

ستا څه لاس را باندې نه رسي دلبره؟

چې په لاس د رقيبانو مې سزا کړې

مرم په دا چې د اغيار په رضا درومې

نه په دا چې ته په ځان خپله رضا کړې

په درست عمر به هيچا ليدلی نه وي

هغه چارې چې ته هر ساعت په ما کړې

ما رنځور په کټ کې پرېږدې چې کړېږم

ته لا ګرزې د رقيب سره خندا کړې

لاس تر غاړه د رقيب سره خندا کړې

چې ما ووينې له قصده راته شا کړې

هر بيګاه وايې سبا له به خوله درکړم

دا بيګاه به په رحمان کله سبا کړې