

اشرف خان هجري
چې مې ولیده دلبرې ستا جمال
افتاب نه لري دا شان زیبا جمال
دا اسباب د زیب په مخ د مهر نشته
څو لري سامان د زیب د شا جمال
د خجلت خولې به وزغلي په اوږمۍ
که یو ځل کاله برقې پیدا جمال
خال و خط زلفې یې صید کا د زړونو
شونډې غاښ یې لا لري والا جمال
تورې وروځې یې لینده باڼه یې غشي
زړونه ولي هغه ډېر صفا جمال
په ښه مخ یې هم دغه پوزه جوړیږي
زیب د سترګو دغه روح په دا جمال
تر دې مخ لاندې هم دا قد مناسب وه
غاړه نه لري دا شان د چا جمال
په ښایست که کبر کړې بېځایه نه دی
چې درکړی هومره ډېر مولا جمال
هجري مخ مې هرګز چا لیدلی نه دی
تا رسوا کړ په دوران زما جمال