...

رحمان بابا

د عشق زخم څه د زخم په شان نه دی

د بل زخم په څير سهل و اسان نه دی

عاشقان او معشوقې سره پوهېږي

دغه راز و نور عالم ته عيان نه دی

عاشقي نه ده که ګورې حيراني ده

کوم سړی په دغه کار کې حيران نه دی

يو عاشق دې څوک را وښيي په عشق کې

چې يې رود په مخ د اوښو روان نه دی

همره اوښي د عاشق په ګريوان ووري

ته به وايې چې يو سيند دی ګريوان نه دی

دا هجران دی چې يې مرګ په عاشق ګران کړ

که هم ځان ورڅخه درومي هيڅ ګران نه دی

نور غمونه که په ځان د سړي بددي

غم د ترکو بد د هيچا په ځان نه دی

د دوزخ د اور که تاو له حده تير دي

برابر د بېلتانه د نيران نه دی

چې باله شي څوک په عشق کې کم عقل

دا کم عقل ډېر هوښيار دی نادان نه دی

چې بې ياره زه جهان و ته نظر کرم

رحمان وايم چې ويران دی ودان نه دی