SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

هر نګار چې بې وفا دی نګار نه دی

غزل

هر نګار چې بې وفا دی نګار نه دی

په ګلزار کې چې ګل نه وي ګلزار نه دی

په تلخۍ د ميو مست خلق مې خوښ دی

دغه کار چې بوی د ګل لري خار نه دی

دينداري دنيا داري دي ځبله لري

ما ليدلی هيڅ ديندار دنيادار نه دی

که روزګار دی په جهان کې عاشقي ده

د دې نور عالم روزګار څه روزګار نه دی

چې تصديق يې په خپل زړه کې محکم نه وي

دا په خوله ظاهر اقرار نه دی

په هر زړه چې د خپل يار د غم غبار وي

دغه ابر د رحمت دی غبار نه دی

چا به کسب بې له عشقه نور څه نه کړ

باري ګنج دی چې هر يو ته اظهار نه دی

معشوقه وفا له هيچا سره نه کا

ګڼه کوم يو د دې رخت خريدار نه دی

د خپل يار وصال د خدای په داد مونده شي

دغه کار مې د هيچا په اختيار نه دی

په رحمان باندې منت د معشوقو دی

دې حسنو معشوقو منت بار نه دی