

اشرف خان هجري
ما پېشکش کړو درته واړه سر و مال خپل
له نقابه تا ښکاره نکړو جمال خپل
ستا د مخ انوار غماز ملک یې خبر کړ
ته که هر څو پټوې د زیب اقبال خپل
یو ځل لار له مهره را په خپل خلوت کې
چې ظاهر کړم په وحدت کې د زړه حال خبل
په خواره جال صیاد نه نیسي مرغونه
خمیده لره په مخ د زړونو جال خپل
د ناهید په طالع وزووې له موره
ځکه تا کړو په دنیا د زیب کمال خپل
ستا باور که د بنده په وینا نشته
په توریت کا مسخص درود و کال خپل
ستا باڼه وروځې کمی په وژلو نه کا
له مدده یې نګاه لري شین خال خپل
سپاندې تل لوګي کوه د مخ په لوري
که له بدو سترګو نه غواړي زوال خپل
ډېر دې وریت کړ خوار هجري په اور د هجر
اوس یې ونمانځه دلبره په وصال خپل