SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

غم دې هسې غلبه شه پا ما باندې

غزل

غم دې هسې غلبه شه پا ما باندې

چې مې ځای نه شي دننه نه دباندې

له زګيروو نه مې نور خلق په عذاب شه

تل د وچو له کبه سوزي تاندي

زه د ستا په غم کې شمعه غوندې ژاړم

ته زما په غم کې صبح غوندې خاندي

زړه مې ستا په لوري هسې اويزان دی

لکه زلفې دې په مخ دې اويزاندي

ما دي ستا د انديښنو په اور کې سوي

د دنيا اندېښنې واړه لکه سپاندي

دا دستور دی چې لوی غم په سړي ور شي

نور غمونه يې همه شي تر پښو لاندې

هر چې ما په نصيحت له تا چار باسه

بيا د ستا په لوري درومي له ما وړاندې

سره لمبه ګوره چې څه کا په وچ ډکې

مخ د يار په رحمان هسې چارې کاندي