SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ستا له غمه مې په سر کې هسې شور دی

غزل

ستا له غمه مې په سر کې هسې شور دی

ګويا ميشت مې په سر ښهر د لاهور دی

په افسون او په جادو د تورو سترګو

خراب زړه مې له جمله عالمه تور دی

که مې زړه له غمه وچوي راته وايي

غم د هجر دغه مه ګڼه لا نور دی

د هجران په بيمارۍ کې را معلوم شه

چې اخيستی مې ازار د پلار و مور دی

دا دنيا په مثال کور شوه د غمونو

چې په هسې کور نازېږي هغه کور دی

دا جهان نه د چا خپل دی نه به خپل شي

چا په خپله رضا پريښود چا په زور دی

چې د مرګ په پوروړيو کې څوک ومري

دي دواړو پوروړيو زوی او ورور دی

که رحمان په عاشقۍ ملامت کېږم

ما په سترګو قبول کړی دا پيغور دی