...

اشرف خان هجري

په دنیا به تر تا نه وي جفاکار بل

اوس به یار نیسم په دور وفادار بل

د عشق غم دې اواره کړم له وطنه

له ناکامه به وطن کړمه د یار بل

تا چې پت د یارۍ پرې کړو عیب یې نشته

اوس که ونیسي بنده په غوره یار بل

ما د ګل د څنګه ډېر اغزي لیدلي

تر رقیب به هر ګز نه وي تیره خار بل

د ځوانۍ بهار په هیچا قایم نه وي

د هر فصل ګلزار بل وي نوبهار بل

غنیمت ګڼه دا وار صبا به نه وي

زر په زر کاندي دوران د عمر دار بل

هره ورځ په هره شپه په هر ساعت کې

په دنیا سپهر کار کا نمودار بل

خپل ښایست سره کومک لره دلبره

ګهه رنګین کله زري کله سینګار بل

څو اشعار په پښتو ژبه چا بیان کړل

تر ما بهه دهر و نه زو په ګفتار بل

ډېر محال دی چې شاعر وي په پښتو کې

ما خټک غوندې پیدا کاندي ادوار بل

که مې سیال د شعر څوک په دور غواړي

بېهوده تر هغه مه ګڼه بیسار بل

ګل و مل ځواني چې چاته میسر شي!

هجري نه وي ښه تر دا په دور کار بل