...

اشرف خان هجري

د عاشق سره نسیم ډېره وفا کا

چې له ښه مخه زلفین خواوشا کا

له عذارو به یې چا سڼې کړې لرې

دا شمال ده په حبش کې روم پیدا کا

بل اوره چې له ریاضه تار په تار شي

په سما بدر ښکاره خپله ضیا کا

د جبین په چین یې توره تاریکه شي

نیم خنده یې په شیدا باندې صبا کا

نه به نام د معشوقې وه نه د حسن

د عاشق فریاد یې هر چیرې رسوا کا

که زه سر شیندم په کشلیو عیب نشته

دا خصلت د محبت چې سرګیا کا

په سینه جامه پاره ورته ولاړ یم

چرې نه چې په ناوک مې زړه خطا کا

په جنت کې به خادمې وي د کشلیو

چې تیری د حورو ژوی اخن ربا کا

په مشکلو ګرفتار طمع دیدن کړم

په خواش مې د خاطر خلق خندا کا

په قدر یې ورځې شپې نه پيدا کیږي

ګوندې وي چې دیدن یو ځله وار راکا

د وصال لارِبندی د ظلم اور کړې

خام امل د روهی ګوره چې رجا کا