SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ما وې زه به نه کړم په خوبانو باندې مينه

غزل

ما وې زه به نه کړم په خوبانو باندې مينه

مينه د خونانو وچوي د صورت وينه

خدای زما په بخره عاشقي کړه له ازله

خوښ يم په دا بخره که ترخه ده که شيرنه

زهر دي که قند دي هم پخپل خوله څرګند دي

نه مومي څوک خوند د بل د خولې له انګيبينه

زمکه هغه سوزي هر چې اور ور باندې بل وي

روغه خلقه شوه د رنځورو تماش بينه

ښه توښه مې نسي په تش ډاډ د کور و کلي

مرد بويه چې واخلي د غم پيټی له غمګينه

نور عالم به څه کړم زه مريد د هغه کس يم

هر چې و ما راکا يو پيغام له نازنينه

څو به سوک په سترګو غړوم له هسې غمه

څو به مې تل څاڅي د غم اوښي له استينه

سر د رحمان درومي د هجران په تيره توره

ته يې نګهبان شي يا اله العلمينه