رحمان بابا
دريغه وليدي يو ځل هغه مخونه
غزل
دريغه وليدي يو ځل هغه مخونه
چې دراز لري مژګان دراز قدمونه
دراز قد دراز مژګان درازې زلفې
وړې شوندې وړه خوله واړه غاښونه
د اسمان شمس و قمر به ترې قربان کرم
هم د زمکې په سر واړه سره ګلونه
چې يې ووينم په مخ مې اوښي درومي
د پسرلي له مخه ووري بارانونه
که يو ځله يې مخ ووينم په سترګو
ما په زړه کې قبول کړي تندرونه
د هجران په شپه سور کټ راته سور اور شي
يو زمان مې بادی نه لګي اړخونه
تورې زلفې دې په سپينو ليچو زانګي
ښاماران دې د چنډڼو په ښاخونه
که خدای غم د جدايي ورته اسان کړ
و رحمان و ته اسان دي نور غمونه