

اشرف خان هجري
هغه تللي یاران نه راغله لارغه شول
په کاته مې پسې ستړي دوه لېمه شول
نام نشان یې د هستۍ په دوران نشته
ګویا کاڼي د نمک وو چې اوبه شول
څو به سیر د باغ کړې ګورونه ګوره
چې په نس کې یې خوبان د انسان څه شول
همه سترګې ګور همه د ځان په دود کړې
چې زلمي به یې بېخوده په کاته شول
رخسارو به یې رنګ وباښه و ګل ته
په بستر د زمکې څشکله سپیره شول
چا چې خوب په بالنګ نه که بې اطلسو
د لحد په خاورو ګوره چې ویده شول
چې پرون یې په هر لور نور و مورچل کړ
په صورت یې نن د ګور چینجي ماړه شول
ډېرو نوي فکرونه کړل په ډاډ د عمر
بې رخصته یې کوچ وکه چې په تله شول
هغه تېر چې یې عمرونه تر زر تېر شول
نهایت له دنیا لاړه چې زاړه شول
د فلک قند چې خوړل تیرو غټانو
د کوم دور د غټ نوش یا په چاړه شول
تر هغه یې ډېر حرص د مال لاړ نه شه
څو هډونه یې د تن په باد خواره شول
هجري ته به څه هوس په خپل ژوندون کړې
چې یاران دې په دا زمکه کې وراسته شول