

اشرف خان هجري
سوسني څادر په سر قمیص دې سور ک
پرې دې جوړ د زرکشۍ ګل و تبور ک
بل مطلب دې په زړه نه دی در پوهېږم
زما سوو لره دې روغ د غم تنور ک
تورو چشمو دې بیا نوې فتنه وکړه
په نګاه یې د زړه ملک همه فتور ک
د مخ خال دې یزیدا زه بل حسین یم
هر نفس یې په ما راز لکه عاشور ک
په پلو به نور د مخ نهفته نه کړي
مهر کله په پړوني چا مستور ک
تورو زلفو دې داخل کړم په څوکیانو
هغه یار چې په دولت یې تل غرور ک
لرې مشه دو شاله ستا له عذارو
زما تن یې اور سکاره لکه د طور ک
د ښایست ژغ مې له اصله وه خټکه!
لا دې نظم په ساري جهان مشهور ک
لکه ته مې شمار د حسن کړې په نظم
قیس کله هسې حال د یار مذکور ک
که هر څو په ائینه کې مخ خپل ګورم
حال یې تا په نظم ښه راته ظهور ک
چې دایم یې زما منع کړه له تا نه
په غضب مې سګ غماز له دره دور ک
ډېر صفت چې مې تل تل کوي له مخه
واخله مخ مې په صله درته حضور ک
ستا خاطر به نور په هیڅ منور نشي
په انعام مې د بوسې ځکه مسرور ک
هجری ډېر دي شاعران په زمانه کې
ما خو ستا شعر په واړو کې منظور ک