

اشرف خان هجري
په جبین دې تیر و بیر د غم اوربل ک
د زینت لمبې یې هر چیرې اور بل ک
مهر و ماه زهره مریخ مشرتي واړه
په ګڼهه کې دې موجود تیر د هیکل ک
د مخ در دې همه زیب په خپل مکان کا
تر مخ پاسه دې سیس پول لکه زحل ک
که په لوټ د واړو زړونو خبر نه یې
سور یاقوت دې له موتیو ولې مل ک
د خوبۍ په ملک هاله شوې مشهوره
چې مې نوم په عاشقۍ خلقو مثل ک
د رښتینو له قطاره دې خارج شم
که هیڅ شی مې د جهان تر تا اول ک
ستا بدل لکه ځان نشته بې بدل یې
عزیز ځان کله هیچا په څه بدل ک
نهایت ارمان به ستا د وصال یوسم
که تر مخ دې مخ پخوا شکاره اجل ک
عشق به کله ستا زما له زړه بدر شي
چې خمیر مې د طینت خدای په ازل ک
په دربار دې ستا هغه رښتینې ګرځي
چې تر شا یې سر و مال ملک وزلل ک
خوی یې ولې له لبانو مخالف شه
هغه خوږ ذاتی عسل وایه حنطل ک
نرګس تل کبر کاوه په زیب د چشمو
ښه چې نو یې د بڼو په ناوک تل ک
خوب به څه بې یاره کړم چې هجر و غم یې
په کټمل له ما سره ځان یې کټمل ک
په دیدن یې اولاتر هغه ښاد کړه
چې ژغ وشي خټک مرګ له یاره بیل ک