SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

کله په نمر سوزې کله رېږدې په ساړه

غزل

کله په نمر سوزې کله رېږدې په ساړه

کله مرې له لوږي کله مرې په ډېر خواړه

واړه په غوغا دي چې راغلي په دنيا دي

نه يې هغه وږي په قرار دي نه ماړه

کله لاس په سر و بل ته کېږدي تواضع کړي

کله وبله کېږدي لاس په توره په چاړه

خاوري د ادم چې کړې خمير فرشتګانو

درست يې په غمونو په دردونو ولاره

څه شو که څوک نن ساعت وهل کا يا تړل کا

پيښ به په هغه شي چې واهه شي هم تاړه

ښايي که څوک پس له مرګه خاندي په لحد کې

هر چا چې په دا ژوندون کې خپسر وژاړه

ويني واړه تلوني هيڅوک نه دي پاتي شوي

يون دی په دا لارې هم د ځوان هم د زاړه

زلفې د دلدار دي چې هر څوک يې طلبګار دي

لوی دی که هلک دی که غټان دي که واړه

سخ د هغه چا دي چې په در کې يې قبول شي

زار د هغه چا چې يې له دره وشاړه

ما عبدالرحمن غوندې سلام کړ ورته سلو

خدای خبر چې کوم يو هغي ترکې ولاړه