SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ولې تللی يې له ما مدام په څه؟

غزل

ولې تللی يې له ما مدام په څه؟

ترهېدلی يې هر صبح و شام په څه؟

زه هر صبح و شام دعا کوم و تا ته

ته و مات ه کوې دشنام په څه؟

هميشه لکه وحشي په وحشت ګرزې

يو ساعت را سره نه يې رام په څه؟

هميشه را څخه درومي په وړاندې

لکه عمر بيرته نه ږدې ګام په څه؟

راته وايه زه به هم هغه کومه

غمازانو ته بخښې انعام په څه؟

لږ پرهيز کړهپ له رقيبه خدای د پاره

ګډوې سره حلال حرام په څه؟

رحمان ستا په مخ بې څڼو هم مين دی

بيهوده دې ورته کېښود دام په څه؟