

اشرف خان هجري
چې خوږ عمر یې زما په نامه باد ک
هغه مخ راته خاطر په دکن یاد ک
نیمې شپې مې هسې ژغ وکه له درده
چې ویده خلق مې ویښ هغه فریاد ک
هزار لارې مې ژړا ړکې په مخ روغې
په دا فن مې تن مجنون غوندې استاذ ک
څو یې زه په غم د هجر پایمال کړم
فلک کله هومره جور په فرهاد ک
چې لشکر د هجر نه دی لا مات کړی
زړه مې ګوره چې قضا لکه فولاد ک
د یار نوم به مې په څه وظیفه نه وي
چې عشق دا سبق زما د زړه مراد ک
د وصال مخ به لا کله راپیدا کا
په امید مې همه عمر بې سواد ک
تر ساعت پخوا څوک نه رسي مطلب ته
د هر کار یې مقرر وخت و معیاد ک
هجري څشکل ژړا نه کاندي واعظه
چې له یاره نصیب لرې په هېواد ک