

اشرف خان هجري
د بهار په ګلو سیل مسته شا کا
نوی داغ به د مین په جیګر بیا کا
عاشقان یې همیشه لري زخمونه
ناوکی باڼه یې ګوره څه وغا کا
تورې سترګې یې عادت لري د ترکو
بیګانه مې د زړه کور همه تالا کا
په هر لور یې د زینت همسری نشته
چې د خیال مخ یې څرګند کله قفا کا
مرغلرې یې په لعلو کې مخزون وی
شهریار به هسې ګنج چیرې پیدا کا
د شبنم غوټۍ په ګل دي اویزاندې
که دُر یې په غوږونو کې برېښنا کا
سجنجل چې یې د مخ برابر کړه
صیقلی یې په مالش ځکه سزا کا
باد یې بوی د زلف تیر کا په ریاض کې
د چمن دلبرې خوله په دعا وا کا
د اسباب حسن اوږمۍ څخه یې نشته
څوک چې بد وايي و مخ ته یې خطا کا
د نکریزو رنګ یې کله وي په لاسو
په پنجو د شیدا وینې مصفا کا
تورې خاورې یې د در زما دارو دي
د دیدو علاج مې کله توتیا کا
په وصال به د روهی خاطر قرار شي
بیلتانه په زړه ویشتلی دی غوغا کا