SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

که هر څو په صحرا سر شوم هم په کليو

غزل

که هر څو په صحرا سر شوم هم په کليو

بيا مي نه موند هيڅ خبر د هغه تلليو

خدای زده کومه خواته لاړل حال يې څه شه

خبره يم د ګړنګ له پرې وتليو

له دې غمه مې زړه چوي که څوک خبر وي

لږ په ما هم خبر وکړی خدای ساتليو

پس له دې به چرته درومي ځای مو کوم دی

راته وايي د دنيا په سرای راغليو

ګوندي ستاسو په مخ زه پسنديده شم

لاس د خدای ورته ونسي پسندليو

خبر نه يم چې په باب مي کښلی څه دي

زه رحمان په انديشه يم له دې ښکليو